په دایکنډي ولایت کې یوه سړي خپله لس کلنه لور پلورلې

په دایکنډي ولایت کې یوه سړي خپله لس کلنه لور پلورلې ده.

د دایکنډي د ښځو د چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډیو ته وویل، دا ماشومه نجلۍ د میرامور ولسوالۍ په ګروي سیمه کې د ۲۴۰ زره افغانیو په بدل کې په جبر واده شوې ده.

دې وویل:

"د نجلۍ پلار معتاد دی، قضیه د عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو له خوا تر څېړنې لاندې ده، په قضیه کې ټول ښکېل کسان نیول شوي چې پلار یې او مقابل لوری، هغه کس دی چې ماشومه یې رانیولې ده."

د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي چې په کم عمر کې ودونه په دې ولایت کې د ښځو یوه لویه ستونزه ده.

دوی وايي چې تراوسه یې د دې ډول ودونو شل قضیې په رسمي ډول ثبت کړي، خو د دوی په وینا، د پېښو اصلي رقم تر دې څو ځلې زیات دی، ځکه ډېری دا ډول پېښې پټې پاتې کېږي.