د ایتوپیا د هوایي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه غورځېدلې

د ایتوپیا د هوایي شرکت الوتکه

د ایتوپیا د هوایي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه نن پلازمېنې ادیسه بابا ته نږدې راغورځېدلې ده.

دې شرکت نن وویل، بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې یې چې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته پر لاره وه، ۱۴۹سپرلۍ او اته تنه عمله درلودل.

د دې شرکت ویاند وویل چې دا الوتکه له الوتو لږ ځنډ وروسته د پلازمېنې د جنوب ختیځ په شااوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې بیشوفتو Bishoftu ښارته نږدې راغورځېدلې.

د ایتوپیا هوایي شرکت وايي، د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي.

دې شرکت د پېښې د څرنګوالي او د تلفاتو د شمېر په اړه جزیات نه دي ورکړي.