د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د هېواد له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره نوې تګلاره تأيید شوې او په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه تګلاره د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوې او پر بنسټ به یې له ساختماني موادو د ګټې اخیستنې په برخه کې قرادادونه له شرکتونو سره لاسلیک کېږي.
ښاغلي مطفي وویل، دا مهال په ۱۹ ولایتونو کې ۱۴۷ د ساختماني موادو ساحې مشخصې شوې دي.
د کانونو او پترولیم وزارت وايي، افغانستان د ساختماني موادو لکه شګه، جغل او تېږو مهمې سرچینې لري او هڅه کېږي چې په ښه توګه ورنه ګټه واخیستل شي.
د دوی په وینا، په دې برخه کې تګلاره تأیید شوې او ډېر ژر به له شرکتونو سره د قراردادونو د لاسلیک مرحله پیل شي.