د هلمند په مرکز کې د الویرا طبي بوټي کرکیله پیل شوه

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د الویرا طبي بوټي کرکیله پیل شوه.

د دغه ولایت د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي چې په دې ولایت کې د الویرا کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.

الویرا یو طبي بوټی دی چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کېږي.

د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي چې د نباتي افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي ډول ونیسي چې هم روغتیايي او اقتصادي ګټې لري او هم چاپېریال ته زیان نه رسوي.