نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟

دي هیل:

دي هیل امریکايي ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د احتمال په اړه لیکنه خپره کړې.

ورځپاڼې لیکلي، راپورونه ښيي چې امریکا له خپلو متحدانو سره په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په کمولو سلامشورې کوي او که دا مسئله عملي شي، نو نیمايي امریکايي پوځیان به په درېیو کلونو کې له افغانستانه ووځي.

امریکا حاضردمه په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري او د راپورونو له مخې، د ۷ زره پوځیانو پر ایستلو غور کوي.

دي هیل ورځپاڼه زیاتوي، دا هغه پلان ته ورته دی چې پخواني ولسمشر بارک اوباما ۵ کاله پخوا اعلان کړی و.

اوباما د ۲۰۱۴ په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له افغانستانه په سلو کې ۷۰ امریکايي پوځیان وباسي او یوازې ۱۰ زره پرېږدي او هغه په تدریج ډول ووځي.

خو د بارک اوباما له دې اعلانه یوه اوونۍ وروسته داعش د امریکا له لوري روزل شویو عراقي ځواکونو ته ماتې ورکړه او امریکا مجبوره شوه چې بغداد ته د داعش د ننوتو لپاره له عراقي ځواکونو سره په ګډه اقدام وکړي.

په دې ډول له عراقه د امریکايي پوځیانو د وتلو پلان له سخت انتقاد سره مخامخ شو او دا مسئله سبب شوه چې اوباما د عراق په شان خطر په افغانستان کې ونه مني.

دي هیل ورځپاڼه همداراز لیکي، سره له دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر یو څه زیات کړ او ۱۴ زرو ته یې ورساوه، خو اوس د دغو ځواکونو د شمېر پر کمولو او په نهایت کې په ۲۰۲۲ کې د ټولو ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

دې ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې طالبانو په څو پړاوه خبرو کې یوازې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی، نه د افغانستان له حکومت سره پر سولې.

د تبصرې لیکونکي اندېښنه ښودلې چې که طالبان د افغانستان له حکومت سره سوله ونه کړي او امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، په افغانستان کې به د دایمي سولې برخلیک څه وي؟

ایرو ایشیا ریویو:

ایرو ایشیا ریویو خپرونې د کابل پر سیند د شاه توت بند د جوړېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

نشریه وايي، که دا بند جوړ شو، د کابل ۲ ميلیونه اوسېدونکي به د څښاک پاکې اوبه ومومي او ۴ زره هکټاره ځمکه به خړوبه شي.

ایرو ایشیا ریویو په عین حال کې لیکي، پاکستان د شاه توت بند له جوړېدو سره سخت مخالف دی او حتي پاکستاني رسنیو ویلي چې که دا بند جوړ شي، پاکستان ته د کابل سیند بهېدونکې اوبه به له ۱۶ تر ۱۷ سلنې پورې کمې شي.

د دې لپاره چې هند غواړي چې د شاه توت بند په جوړولو کې مرسته وکړي، پاکستاني رسنۍ د دغه بند جوړولو د پاکستان خلاف یو ستراتیژیک جنګ ګڼي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر تراوسه هېڅ راز موافقه نه ده شوې او د افغانستان اوبه پاکستان ته بهېږي.

د کابل سیند د چارسدې د کرنیزو ځمکو په سلو کې ۸۵، د پېښور د کرنیزو مځکو ۸۰ او د نوښار د کرنیزو ځمکو څه باندې ۴۷ سلنه اوبه برابروي.

همداراز د ميلیونونو وګړو د څښاک د اوبو سرچینه ګڼل کېږي.