د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون شنبه د مارچ په نهمه، د هغه هېواد د جمهور رئیس الکساندر وچیچ پرضد د مظاهرو څوارلسمه ورځ وه.
زرګونه کسان د بلګراد لارو او کوڅو ته راوتلي وو او د جمهور رئيس وچیچ پرضد یې شعارونه ورکول.
دا مظاهره د مارچ په اتمه پیل شوې وه.
مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې وچیچ دې پر رسنیو کنټرول بند کړي او منصفانه انتخاباتو ته دې لار پرانیزي.
مظاهره چیانو بیا هم د صربیا د دولتي راډیو او ټلوېزیون ودانۍ ته تللې لارې بندې کړې وې.
په صربیا کې د بدلون لپاره ائتلاف په نوم مخالفه ډله چې تقریباً ۲۰ سیاسي ګوندونه یې غړیتوب لري، د دې مظاهرو تر شا ولاړه ده، خو د مظاهرو تنظیموونکو د هېڅ سیاسي لوري پلوي نه ده اعلان کړې.
د صربیا ولسمشر د مظاهرو د پیل په وخت ویلي وو چې که پنځه ميلیونه وګړي هم لارو ته را ووځي، د هغوی غوښتنې به ونه مني.