مسؤلین: تر دوو ورځو به د پاکستان له فضايي حریمه د کابل- ډهلي پروازونه پیل شي

د اریانا هوایي شرکت یوه الوتکه

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د پاکستان له فضايي حریمه د کابل او ډهلي ترمنځ پروازونه پیل شي.

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د پاکستان د هوايي چلند مسؤلینو ورته ژمنه ورکړې چې دوه ورځې وروسته د مارچ په یوولسمه به د پاکستان فضايي حریم له کابله تر ډهلي او له ډهلي نه ترکابله د پروازونو پرمخ خلاص شي.

د دغې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغاني لوري له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې هڅې پیل کړي چې د افغان سوداګرو، ناروغانو، محصلانو او دولتي کارکوونکو د ستونزو د هوارولو په هدف، پر پاکستاني چارواکو ومني چې خپل فضايي حریم د کابل او ډیلي ترمنځ د پروازونو پرمخ خلاص کړي.

ده وویل:

"تازه معلومات مو دا دي چې پاکستاني دوستانو وعده کړې چې تر دوو ورځو یعنې د مارچ تر یوولسمې پورې به د هغوی فضا د پروازونو پرمخ خلاصه شي."

د پاکستان له فضا، له کابله تر ډهلي او له ډهلي نه ترکابله پر پروازونو هغه مهال بندیز ولګېد چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د هند له خوا د کشمیر په ځینو سرحدي سیمو بمباري وشوه او پاکستان يې هم پر وړاندې ورته اقدام وکړ.

دغو نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور کړکېچ رامنځته او پاکستان د کابل او ډهلي ترمنځ پر پروازونو بندیز ولګاوه.

سره له دې چې د افغان هوايي چلند اداره وتوانېده چې د ایران او عمان د اوبو پر فضا هند ته پروازونه وکړي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د کابل او ډیلي ترمنځ نوي دهلېز د مالونو او سپرلیو پر کرایو منفي اثر کړی او وخت هم ډېر نیسي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

"دې مسئلې ستونزه جوړه کړې، پخوا به په عادي توګه زموږ پرواز په یو نیم ساعت کې ډهلي ته ترسره کېده، خو اوس پنځه شپږساعتونه نیسي، مخکې به یو ټکټ په دوه سوه ډالره ترلاسه کېده خو اوس شااوخوا ۷۰۰ ډالرو ته پورته شوی، قیمتي په کې راغلې ده."

د اریانا هوايي شرکت رئیس نادر عمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان درې ځله د کابل او هند ترمنځ د پروازونو د خلاصېدو ویلي، خو تراوسه عملي شوي نه دي.

دی زیاتوي:

"هر کله چې د دوی د ژمنې وخت پوره کېږي، بیا بله ورځ ښيي، د مارچ له نهمې مخکې یې دوه ځلې ژمنه کړې وه او نن چې د مارچ نهمه ده، وايي چې دوه ورځې وروسته به خلاصه شي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ پاکستان ته دننه د افغان سوداګرو په ځمکنۍ راشه درشې اغېز نه دی کړی، خو د ځمکې له لارې د واګې بندر هم د هند او افغانستان د مالونو پرمخ تړلی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه چې د پاکستاني چارواکو وروستۍ ژمنه څومره باوري ده، په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

راپور: خان محمد سیند