په بادغیس کې پر ۵۰۰ کروندګرو مېرمنو د سبزیو تخمونه ووېشل شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په بادغیس ولایت کې په کرنیزو چارو بوختو ۵۰۰ ښځو باندې د سبزیجاتو تخم ووېشه.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، په يادو ښځو د سبزیجاتو د تخمونو د وېشلو هدف، په کلیوالي کچه د کورنیو باغچو جوړول، د میندو او ماشومانو د خوړو خوندیتوب او په کرنیزو چارو د بوختو ښځو د عامه پوهاوي د کچې لوړول او اقتصادي وده ده.

ښاغلی رستمي وایي، د بادغیس ولایت د کرنې ریاست او کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ملي پرژوې له لارې د سبزیجاتو د تخمونو د وېشتلو ترڅنګ، په يو شمېر نورو ښځو د سبزیجاتو د پروسس وسایل هم ووېشل شول، څو د دوی محصولات په سمه توګه پروسس او بازار ته په ښه بیه وړاندې شي.

د ده په خبره، له دې لارې به په کرنیزو چارو د بوختو ښځو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي.