امریکا پلان لري چې د دغه هېواد د سرتېرو لګښت کوربه هېوادونه ورکړي

په افغانستان کې د امریکا ځواکونه

د متحده ایالتونو ادارې داسې پلان په نظر کې نیولی چې په نورو هېوادو کې د مېشتو امریکایي سرتېرو لګښت کوربه هېوادونه ورکړي.

بلوم برګ او اسوشېټېډ پرېس خبرې سرچینو د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا څرګنده کړې ده چې سپینې ماڼۍ د امریکا له دفاع وزارته غوښتې دي چې په دقیق ډول دا معلومه کړي چې په نورو هېوادو کې د دېره امریکایي ځواکونو د لګښت څومره برخه باید کوربه هېوادونه ورکړي.

کومو سرچینو چې دا معلومات ورکړي، هغوی د خپلو نومونو له څرګندونو ډډه کړې ده.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ دا شکایت لري چې د امریکا متحدان د ناټو د غړو په شمول، د ځانونو د دفاع لپاره سمه پانګونه نه کوي او د دې لګښتونو بار د امریکا د مالیه ورکوونکي غاړې ته لوېدلی.