ترکي ځواکونو د سوریې په شمال لوېدیځ ولایت ادلیب کې ګزمه پیل کړې.
دا اقدام په سوریه کې له ایران او روسیې سره د شوي توافق له مخې شوی.
د ترکیې دولتي اژانس انادولو پرون خبر ورکړ چې ترکي ځواکونه د ادلیب له شماله د ترکیې د پولې په اوږدو کې د سوریې د حلب ایالت تر جنوبي سیمو ګزمه کوي.
د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار وویل، ترکیه به د سوریې د خاورې دننه له پنځلسو تر شل کیلومترو پورې ساحه کې ګزمه وکړي او روسیه به د ادلیب بهر سرحدي سیمې څاري.
اکار زیاته کړه چې د روسیې له لوري ګزمه هم پرون پيل شوه.
د ترکیې دفاع وزیر وایي چې دا هڅې د اوربند د ادامې لپاره او په ادلیب کې د ثبات په خاطر مهمې دي.
د فبرورۍ په څورالسمه د ترکیې، روسیې او ایران مشرانو د روسیې په سوچي کې غونډه وکړه او د تېرکال هغه پرېکړه یې تأیید کړه چې په سوریه کې به یو حایل زون رامنځته کوي.