افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن فراه ولایت ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

له فراه څخه د ازادي راډيو د خبریال په وینا، اشرف غني به د دې سفر په ترڅ کې د هوایي ډګر او په فراه کې د ملکي روغتون پروژې پرانیزي.

فراه ولایت له هغو ولایتونو دی چې د وروستیو ورښتونو له امله یې یو شمېر اوسېدونکو ته د سر او مال زیان اوښتی او امنیتي وضعیت یې هم ښه نه دی.