د اسیا پراختیايي بانک د کابل – کندهار د لارې د بیارغونې مرسته کوي

د اسیا پراختیايي بانک د کابل – کندهار د لویې لارې د بیارغونې لپاره ۳۰ ملیونه ډالر مرسته کوي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت د جمعې په ورځ دا خبر تأیید کړ او ویې ویل چې د کابل – کندهار د لویې لارې د بیارغولو کار په درېیو پړاونو وېشل شوی دی.

دا لویه لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ورغول شي.

د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو پنځلس کلونو کې تر اته زره کيلومتره ډېر سړکونه جوړ شوي دي.

خو د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د سرکونو ډېره برخه د جګړې او د کیفیت د کمزورتیا له امله تخریب شوې ده.