ګداییف: د تاجکستان چارواکو له‌خوا ځورول شوی یم

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو نامتو فعال شرف الدین ګداییف

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو نامتو فعال شرف الدین ګداییف ادعا کوي چې تېره میاشت د دې هېواد د چارواکو له‌خوا ځورول شوی دی او زیاتوي چې فشار پرې راوړل شوی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمن د مشر زوی ملاتړ وکړي.

ګداییف د اپوزیسیون یوې ډلې غړی دی چې ۲۴ نومېږي.

د دې ډلې فعالیت له وړاندې په تاجکستان کې ممنوع اعلان شوی دی.

ګداییف د پنجشنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف پر ده دا فشار راوړی دی.

ګداییف ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو دی په مسکو کې نیولی او بیا یې د تاجکستان چارواکو ته سپارلی دی او ادعا کوي چې د روسیې او تاجکستان د پولیسو له‌خوا وهل ټکول شوی دی.

دی اوس په هالنډ کې ژوند کوي.