یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د کابل په لویدیځ کې پر راکټي بریدونو تمرکز کړی

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ومانه

یو شمېر ورځپاڼو د کابل په لویدیځ کې د پنجشنبې په راکټي بریدونو تمرکز کړی دی.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په‌دې اړه لیکلي: د پخواني جهادي رهبر عبدالعلي مزاري د څلورویشتم تلین مراسم د څو راکټونو له لګېدو وروسته ناتمامه پاتې شول.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستی.

د واشنګتن پُسټ په لیکنه د کابل په لویدیځ کې یو کال مخکې هم د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو انتحاري حمله شوې وه چې لس تنه په‌کې وژل شوي و او ۲۲ نور ټپیان و.

ورځپاڼه زیاتوي د پلازمېنې کابل په لویدیځ کې هزاره میشتې سیمې په تېرو څو کلونو کې د لسګونو بریدونو او چاودنو شاهدې وې.

د ګڼو دغو بریدونو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی.

د واشنګټن پُست په تحلیل د داعش له خوا د پنجشنبې برید داسې وخت اندېښنې زیاتې کړي چې ډېره توجه له وسله‌والو طالبانو سره سولې ته اړول شوې.

  • ډېلي ټیلیګراف

ډېلي ټیلیګراف بریتانوي ورځپاڼې د پنجشنبې ورځې د راکټي بریدونو په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي خبرې راخېستي چې ویلي یې دي: د برید اصلي عامل نیول شوی او څو ملګري يې هم پيژندل شوي چې ژر به ونیول شي.

برید د جهادي رهبر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو وشول.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د جمهوري ریاست کاندید محمد حنیف اتمر، مرستیالان یې محمد محقق او یونس قانوني او د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالطیف پدرام هم دې غونډې ته ورغلي و.

عبدالطیف پدرام برسېرن ټپی شوی دی.

د پنجشنبې د برید مسوولیت داعش منلی او ډیلي ټيلیګراف هم لیکلي چې د پنجشنبې ورځې له راکټي بریدونو سره په یو وخت طالبان او امریکايي پلاوی په قطر کې په خبرو بوخت دي.

د ورځپاڼې په باور سږ سوړ او له واورو ډک ژمي په ځینو سیمو کې د جنګ اندازه راکمه کړې خو په ځینو جنوبي سیمو کې د پسرلي په راتلو جنګونو زور اخیستی.

ډېلي ټیلیګراف لیکي د چارو پوهان ګواښ کوي چې ښايي طالبان په راتلونکو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي څو د جګړې په ډګر کې بر لاس ولري او په خبرو کې یې د نفوذ د الې په توګه وکاروي.

په کابل کې وروستۍ حمله چې طالبانو یې مسوولیت منلی و په جنورۍ کې وه. دې ډلې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو یو کمپ هدف ګرځولی و چې پکې څلور تنه وژل شوي و او څه باندې نوي کسان ټپيان و.

صفي الله ستانکزی