د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن سیالي کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې به نن جمعه په څلورمه یو ورځنۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.

لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه افغانستان او دوهمه ایرلنډ ګټلې خو درېيمه د باران د ورېدو له کبله لغوه شوه.

نن به د هند د هرادون اسمان ورېځ وي، خو اټکل شوی چې باران به ونه اوري.

تر دې وړاندې افغانستان درې واړه شل اووره سیالۍ له ایرلنډ څخه ګټلي وې.