د کندهار په هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی ونیول شو

د کندهار په هوايي ډګر کې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی له اوو کیلو ګرامو نشه‌يي موادو سره ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ له‌خوا خپره شوې راغلي چې د نشه‌يي موادو یو قاچاق کوونکی هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د شیشې په نوم نشه‌يي مواد د لوښو وینځلو د شامپو په قطیو کې هند ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې د کندهار هوايي ډګر له لارې بهر ته د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.