د ننګرهار پولیسو په درېیو جلا جلا پېښو کې نږدې سل کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت لهخوا خپره شوې راغلي چې د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په اچین ولسوالۍ او جلال اباد ښار په دوهمه او درېېمه ناحیه کې ۹۳کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
دغه ډول د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشیر ولایت پولیسو ۷۰ کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او موټر چلوونکي غوښتل چې له پنجشیر څخه يې کابل ته قاچاق کړي.