مؤحد: ۷ کسان د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي

امنیتي ادارو اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، دا اووه کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي موادو په لسو پېښو کې نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره دې مرکز ته معرفي شوي دي.

دغه ډول ښاغلی مؤحد وايي چې د دې مرکز د محکمو له خوا پر څو کسانو باندې حکم صادر شوی دی:

"په تېره یوه اوونۍ کې په مجموعي ډول ۲۷کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق د ۲۱ قضیو په اړه د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائيه او استیناف محکمو په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو نهه قضیې څېړلي او عاملین یې په بند باندې محکوم کړي دي.