د نیمروز پولیسو پهدې ولایت کې څه د پاسه سل کیلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاق مخه نيولې ده.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۵۵کیلو ګرامه نشهيي مواد چې چرس او هیروئین پهکې شامل او په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د دې ولایت پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې د نیمروز پولیس نشه يي مواد نیسي.