په هند کې څلور افغانان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
د ډېلي د هوايي ډګر له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې دې څلورو کسانو ۹۲۰ ګرامه هیروئین په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتلیې د سرطان ناروغۍ د درملنې په پلمه هند ته ولاړ شي.
د یادونې وړ ده چې په روان شمسي کال کې د افغانستان په هوايي ډګرونو کې نږدې ۱۰۰ کسان هند ته تر تګ مخکې د نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.