پکتیا کې د ښځینه صنعتکارانو تولیداتو ته ځانګړی بازار جوړېږي

په پکتیا کې د ښځینه صنعتکارانو تولیداتو ته د بازار جوړولو د پرانیستې مراسم

د کلیو او پراختیا وزارت له‌خوا د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام پیل شو.

د دغه پروګرام له لارې په یادو سیمو کې د ښځینه لاسي صنایعو تر څنګ د دوی نورو صنعتي محصولاتو د ودې او پرمختیا لپاره وړې برنامې په پام کې نیول شوي چې د چارواکو په خبره په پلي کېدو سره به‌یې د ښځینه صنعتکارانو صنعت او اقتصاد پیاوړی شي.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د مسؤلینو په خبره د دې پروګرام له لارې به په ۱۶۱ کلیو کې ۱۲۸۸۰ تنه صنعتکاران چې ډېره برخه به‌یې ښځې وي ګډون ولري او د دوی تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې به بنسټیز کارونه ترسره شي.

د ازادي راډیو خبریال اصیل ځاځی، د کب په ۱۵مه پکتیا کې د دغه پروګرام د پیل مراسمو ته ورغلی او هلته‌یې له څو تنو ښځینه صنعتکارانو او د پروګرام له مسؤلینو سره غږېدلی چې بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیا راپور