د کابل استقلال روغتون: په نننۍ پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۷ ټپيان دي

د کابل نننۍ پېښه

په کابل کې د استقلال روغتون رئیس وايي چې د عبدالعلي مزاري پر ۲۴م تلین د حملې له ځایه یوازې دغه روغتون ته یو مړی او ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي.

حدودالله نوري ازادي راډو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

ښاغلی نوري زیاتوي:

"تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بده‌مرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانو ډزې کېږي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، هغه کس‌یې هم نیول شوی چې په هاوان‌یې ډزې کولې او جګړه‌یې رهبري کوله.

دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴ تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.

که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه‌شته، خو د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې په‌دغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.

نا تأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم په‌دغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو دغه پېښه نه‌ده تأیید کړې.

تر اوسه هم کومې وسله‌والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.