اشرف غني په کابل کې نننۍ حمله د ډموکراسۍ ضد عمل بللی

د پنجشنبې ورځې د حملې ټپیان روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نننۍ راکټي حمله د ډموکراسۍ او د مدني ارزښتونو ضد عمل بللی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیټ ټینګولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې ده.

د دې وزارت ویاند محمد فیصل نن پر ټویټر لیکلي:

"پاکستان له ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."