رحیمي: هغه کور محاصره شوی چې پر مراسمو ترې ډزې کېدې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کور یې محاصره کړی چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په مراسمو ورڅخه د هاوانونو ډزې کېږي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې هغه کس هم نیول شوی چې په هاوان‌یې ډزې کولې او جګړه‌یې رهبري کوله.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"په ۱۸مه حوزه کې له هغه کوره چې هاوانونه فیر کېدل، پولیسو محاصره کړی، د حمله کوونکو هوان چې نیول شوی او هغه کسان چې په کور کې دننه پاتې دي د ځانګړو ځواکونو له‌خوا محاصره شوي، د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات شریک کړو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.

که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې په‌دغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.

ناتأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم په‌دغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو دغه پېښه نه‌ده تأیید کړې.

تر اوسه هم کومې وسله‌والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.