د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه صحرايي محاکمه شوې

د سرپل د والي ویاند، ذبیح‌الله اماني

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه وسله‌والو طالبانو په صحرايي محکمه کې محاکمه کړې دي.

د سرپل د والي ویاند، ذبیح‌الله اماني دا پېښه تأیید کړې ده.

اماني نن سهار په شمال کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي:

"دا ښځه عزیزه نومېده، د تېبیر د کلي اوسېدونکې وه. وسله‌والو طالبانو هغه د زنا په تور نیولې او د اوقاف په سیمه کې یې په صحرايي محکمه کې په لښتو وهلې ده."

د چارواکو په وینا دا سیمه د وسله‌والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده.

طالبانو په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

په جوزجان کې هم يوه ښځه پرون د هغې مېړه وژلې ده.

د جوزجان د والي ویاند د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دا پېښه په شبرغان کې شوې ده.

د قتل علت لا نه‌دی څرګند.