د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی

په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د حملې سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی دی.

په کابل کې نن د وحدت حزب د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد پر جوړه شوې غونډه راکټي حملې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعه عملیات کوي.

سادات لیکلي:

"ترهګرو د روشن ټیلیفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او ۱۸مې ناحیې ترمنځ و، راکټ ویشتی دی، د حملې تنظیموونکی ځای پر ځای نیول شوی او عملیات روان دي."

د دشت برچي په نننۍ غونډه کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جمهوري ریاست ته کاندید محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور پېژندل شوي سیاسي کسان موجود وو.

محمد حنیف اتمر پر خپل ټویټر لیکلي چې د پېښې له ځايه روغ خپل کور ته رسېدلی، خو اته تنه ساتونکي یې زخمیان شوي دي.

په‌دې حمله کې جمهوري ریاست ته کاندید عبداللطیف پدرام زخمي شوی دی.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني په یوه ټویټ کې ویلي چې حمله ترورېستانو کړې ده.