د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ساحلي فوټبال نړیوال جام د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې نن د مالیزیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو ته افغان لوبډلې پوره چمتووالی نیولی او د مالیزیا پر وړاندې به ښه وځلېږي.
ټاکل شوې دغه لوبه نن د دواړو لوبډلو ترمنځ له غرمې وروسته په درېیو بجو پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا دغو سیالیو ته له يو لړ تمریناتو وروسته د دوو ګول ساتونکو په ګډون ۱۲ لوبغاړي غوره شوي وو.