د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د فراه ولایت د میل ۷۸ بندر د سوداګرو د سوداګریزو چارو پر مخ خلاص شو.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې له دغه بندره به هره ورځ له سلو زیات بار وړونکي موټر ایران او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي چې په ورځني ډول به سل میلیونه افغانۍ کمرګي عواید د دولت بودجې ته راټول شي.
د نوموړي په خبره، د دغه بندر په خلاصېدو سره به شااوخوا ۲۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره او په صادراتو او وارداتو کې به هم اسانتیا رامنځته شي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې دغه بندر له څه باندې درې میاشتو راپهدېخوا د ناقانونه اخاذیو او فساد له امله د حکومت له لوري تړل شوی وو.