باچله: له چینه به د اویغوریانو په اړه د څېړنې اجازه ترلاسم کړم

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مسؤله میچل باچله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مسؤله میچل باچله وایي، په پام کې لري له چین څخه اجازه تر لاسه کړي، څو په شین جن کې د اویغور توکمو سیمې په ګډون په دې هېواد کې د ډله‌ییزو نیولو د خبرونو په اړه څېړنې وکړي.

څه باندې یو میلیون کسان چې ډېری یې مسلمانان دي د چین په هغو ځایونو کې ساتل کېږي چې د چین حکومت‌یې تعلیمي او تربیوي مرکزونه بولي، خو فعالان وایي دا د ډله‌ییزو توقیفونو مرکزونه دي.

باچله چې نن‌یې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل کلنی راپور وړاندې کړ، وویل چې په شین جن کې ارامي او پرمختیا هغه مهال راتلی شي چې د چین چارواکي د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.