د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ګرجستان ته ځي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دی به د روانې میاشتې په وروستیو کې ګرجستان ته سفر وکړي او د جمهوري قفقاز سیمې له مشرانو سره به وګوري او په ګډو پوځي تطبیقاتو کې به برخه واخلي.

سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د مونټي‌نګرو له ولسمشر سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې:

"زه به د روانې میاشتي په وروستیو کې ګرجستان ته لاړ شم او دا له ګرجستان سره د پرله‌پسې قوي همکارۍ او سیاسي ډیالوګ یوه برخه ده چې موږ له ګرجستان سره درلوده. زه به د ناټو او ګرجستان د ګډو پوځي تمریناتو لیدنه هم وکړم. موږ نژدې ملګري یو ."

د ناټو او ګرجستان دغه ګډ پوځي تطبیقات به د مارچ له ۱۸ تر ۲۹مې پورې تبلیسي ته نژدې ترسره شي.