افغان ولسمشر په کونړ کې ۲ پروژې پرانیستې او د څو نورو چارې پیل کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا ادارې تعمیر پرانېست.

افغان ولسمشر اشرف غني نن په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانیستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې.

ولسمشر غني نن سهار د کونړ ولایت د عامې روغتیا د ریاست ودانۍ او هم په سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې د نجونو لیلیه پرانیستله او د شپږو نورو پروژو د بنسټ ډبرې یې کېښودې چې تر ټولو مهمه پروژه‌یې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړول دي.

د دې پروژو ټوله‌ییز لګښت ۷۷۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوي دي.

ولسمشر دغه‌راز نن د کونړ د ښځو له استازو، مشرانو، عالمانو، د مدني ټولنو فعالانو او نورو ځایې چارواکو سره ولیدل.