امریکا ترکیې ته نوی خبرداری ورکړی

د امریکا بیرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکیې ته‌یې له روسیې څخه د دافع هوا سیستم د پېرلو له کبله خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ ویلي، که ترکیه د روسیې «S-400» ډوله سیستم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي.

په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کورټېس سکاپاروتي هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ورته څرګندونې کړې وې.

د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د سلو «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو توافق کړی دی، خو تر اوسه دوه دغسې الوتکې ترکیې ته ورکړل شوې دي.

روسي رسنیو تېره میاشت راپور ورکړ چې ترکیه غواړي چې له روسیې څخه د څلور «S-400» ډوله دفاعي سیستم د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت وپلوري.