افغان ولسمشر اشرف غني نن کونړ ته تللی او د ۷۷۷ میلونه افغانیو په ارزښت پروژې پرانیزي.
د ۲۰۰ بستریز روغتون رغول د دغو پروژو یوه لویه برخه ده.
ارګ ماڼۍ ویلي چې ښاغلی غني به د پروژو په پرانیستې سربېره د کونړ له خلکو سره وګوري.
ولسمشر غني داسې وخت کونړ ته ځي چې د دغه ولایت اوسېدونکي د سړکونو، روغتونونو او ښوونځیو له نشتوالي شکایت کوي.
په کونړ باندې چې له خېبر پښتونخواه سره اوږده پوله لري، د چارواکو او عامو خلکو په خبره چې له کلونو راهیسې د پاکستاني پوځیانو له لوري راکټي بریدونه هم روان دي.