د انتخاباتو د کمېسیون د نوې رهبرۍ کاري لومړیتوبونه کوم دي؟

د انتخاباتو صندوقونه

د افغانستان د انتخاباتو د مسؤلو کمېسیونونو نويو کېشنرانو د دوشنبې په ورځ لوړه وکړه.

په دواړو کمېسیونونو کې دننه له رأیو اخیستو وروسته حوا علم نورستانۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او زهره بیان شینوارې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د مشرانو په توګه غوره شوې او کمېشنرانو یې هم خپل کار پیل کړی دی.

د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او ګډوډیو د راپورونو له خپرېدو وروسته، ایا نوي کمېسیونونه به د جمهوري ریاست، د ولسوالیو د شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کولو بریالي شي؟

په دې اړه احمد تکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشرې حوا علم نورستانۍ سره مرکه کړې ده.

مېرمن نورستانۍ د مرکې په پیل کې د خپلو لومړیتوبونو یادونه کوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له اغلې نورستانۍ سره مرکه