نیکولاس کې «Nicholas Kay» پرون په افغانستان کې د ناټو د نوي ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.
ښاغلی کې د سې شنبې په ورځ د کب په ۱۴مه کابل ته راورسېد.
د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناټو د نوي ملکي استازي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، غواړي سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو د ملاتړ په چاره کې ونډه ولري.
ښاغلی کې وايي، افغانان هیله لري چې ۲۰۱۹ میلادي کال به د دوی په هېواد کې د سولې کال وي او زیاتوي چې ناټو به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ملاتړ په چاره کې تر خپلې وسې هڅې وکړي.
نیکولاس کې بریتانوی ډیپلومات دی چې د یو کال لپارهیې په کابل کې د دې هېواد د سفیر پر دنده هم کار کړی او د ناټو د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او جنوبي اسیا په چارو کې ښه تجربه لري.
کې د جرمني ډيپلومات کارنیلیوس زیمرمن پر ځای ګمارل شوی.
زیمرمن د ۱۲۰۱۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه کار وکړ.