د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور وايي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به پر مدني ارزښتونو او د وګړو پر ازادیو معامله ترسره نشي.
هغه د ۱۳۹۷ کال د کب د میاشتې په ۱۴مه نېټه په مزارشریف کې خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل چې له طالبانو سره دې مدني ارزښتونه وساتل شي، د بیان ازادي او د ښځو حقوق دې هم په پام کې ونیول شي.
د جمعیت ګوند نښان
هغه ووېل:
"مونږ د بیان ازادۍ، د مدني ټولنې له حضور، له سیاسي عدالت او ټولنیز عدالت څخه ملاتړ کوو، په نهایت کې د ښځو د حقونو او د سیاسي او ټولنیزو حقونو د دفاع لپاره به یوه ځانګړې ماده موجوده وي."
د جمعیت اسلامي کوند اجرائیه مشر عطا محمد نور له خپلو پلویانو څخه وغوښتل، ترڅو د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه پيمانه ونډه واخلي او داسې چا ته رأیه ورکړي چې برنامه محوره ټیم ولري.
عطا محمد نور په دغه وینا کې د حکومت پر کړنو او فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت قانوني ختېمدو ته څو میاشتې پاتې نه دي، خو د حکومت مشران په دولتي جوړښتونو کې د پراخو بدلونونو هڅه کوي او له دغو فعالیتونو څخه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین په توګه ګټه اخلي.
عطا محمد نور د بلخ ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي، هغه وايي چې د امنیتي چارواکو د بې پامۍ په دلیل اوس مهال بلخ کې د طالب وسله والو له خوا امنیتي ګواښونه زیات شوي او دا ډله د تقویې په حال کې ده.
سره له دې چې د ښاغلي نور د یادو څرګندونو په اړه، تر څو د مرکزي حکومت هېڅ یوې رسمي سرچینې غبرګون نه دی ښولی، خو په شمال زون کې بیا د سیاسي چارو ځیني کارپوهان د عطا محمد نور یادې څرګندونې د هغه د خوښې کاندید په نفع د ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیاسي کمپاین بولي.
محمد ادیب غیاثي یو له همدې کارپوهانو دی، هغه ازادي راډیو ته وویل:
"دا ډول څرګندونې خاصتاً د هغه لوري له خوا چې د حکومت په مقابل کې سیاسي مخالفت لري او هم مهاله په ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه ځانګړي نوماند ملاتړی دی، خپله دا څرګندوي چې دا دده د خوښې انتخاباتي ټکټ لپاره کمپاین دی."
د یادولو وړ ده چې تر دې پخوا هم دې ته ورته نیوکې ترسره شوي دي چې د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي چې له خپل سیاسي قدرت څخه په ګټې اخيستنې د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتي مبارزو لپاره د کمپاین په توګه کار واخلي.
تر دې دمه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او یا هم اجرائیه ریاست د دا ډول نیوکو او څرګندونو په اړه ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی