د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د ګڼو وسله والو د وژلو خبر ورکوي

د غزني د والي ویاند عارف نوري

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپیان دي.

دا خبره د غزني ولایت وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وکړه.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو وژل شوی قوماندان د کاکړ په نوم مشهور و.

د نورو وژل شويو وسله والو د شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې وسله وال طالبان دا برید او په برید کې د دوی د قوماندان کاکړ وژنه مني، خو د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.