سرچینه: ملي شورا به سبا نه، بلکې له نویو استازو سره په کار پیل وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې ودانۍ

یوه حکومتي سرچینه وایي، له ژمنیو رخصتیو وروسته سبا د افغانستان د ملي شورا نوی تقنیني کال نه‌پرانيستل کېږي.

سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې سبا د حوت په ۱۵مه د ملي شورا د ژمنیو رخصتیو وخت پای ته رسېږي او باید دغه شورا خپل کار پیل کړي، خو یوه معتبره حکومتي سرچینه وایي چې شورا به سبا نه، بلکې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته پرانیستل شي.

دغه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، ملي شورا به له نویو استازو سره په کار پیل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د ۱۵ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي او تازه تېره ورځ نویو کمېشنرانو خپل کار پیل کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي چې د انتخاباتو د پایلو اعلان به څور نورې ورځې هم ونیسي.

ده وویل:

"د نویو کمېشنرانو له راتګ سره به هر څومره چې ژر کېږي، پایلې اعلانېږي، له هغه وروسته کله چې د ټولو ولایتونو پایلې اعلان شي، نوې ملي شورا پرانیستل کېږي، ځکه سبا ته د حوت د میاشتې ۱۵مه نېټه ده، زه فکر نه‌کوم چې تر سبا به کارونه خلاص شي، کېدای شي چې تر یو څو نورو ورځو هم نوی پارلمان افتتاح نه‌شي."

د دغه کمېسیون نوي غړي د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو غړو او د ولسمشر له لوري د انتخاباتو د نوي قانون له توشېح وروسته معرفي شول.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو د لوړې مراسم

د انتخاباتي کمېسیونونو نويو غړو د سې شنبې په ورځ رسماً خپل کار پیل کړ او ولسمشر د هغوی د لوړې د مراسمو پر مهال وویل چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اړه پرېکړه وشي.

خو پر انتخاباتو د څار بنسټونه ټینګار کوي چې نوي کمېشنران باید د پاتې حوزو د پایلو په اعلان کې روڼوالی په پام کې ونیسي او عدالت د سرعت قرباني نه‌کړي.

له دې سره په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر برحاله استازي وایي چې تر دې دمه د انتخاباتو د وروستیو پایلو د نه‌اعلان تر څنګ نوي وکیلان هم نه‌دي معرفي شوي، نو باید پخواني استازي خپل کار ته دوام ورکړي.

دوی وایي چې د نويو وکیلانو د کار تر پیل پورې د دوی کارونه مشروعیت لري او باید د ملي شورا نوی تقنیني کال له زړو وکیلانو سره پیل شي.

علي اکبر قاسمي او خالد پشتون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما باور دا دی چې د انتخاباتو ستونزه روښانه شي او هغه کسان چې مخکې وکیلان وو، هغوی باید راشي او خپلې دندې ته دوام ورکړي."

"د پارلمان د قانون له مخې، د حوت میاشتې په ۱۵مه نېټه چې هم مشرانو جرګه خپل کار پیلوي او هم باید نوې ولسي جرګه پرانیستل شي، یا په پخوانیو غړو او یا هم نوي غړي، خو قانون به په دې اړه نقض شي او موږ فکر هم نه‌شو کولای چې دوی به وکړای شي چې د شنبې تر ورځې پایلې اعلان کړي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړی خالد پشتون

ښاغلي پشتون دا هم وویل چې که د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران په درغلیو تورن وي، نو د هغوی کارونه هم له درغلیو سره مل او د ولسي جرګې د انتخاباتو نوماندانو ته به د منلو وړ نه‌وي.

هغه د انتخاباتو د معترضو نوماندانو په حواله وویل چې ټاکل شوې سبا به د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو د باطلولو او دغې جرګې ته له سره د انتخاباتو تر سره کولو په اړه یوه ناسته وشي.

راپور: فېروزه عزیزي