د امریکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلنټن وايي، د امریکا راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو ته به ځان کانديد نهکړي.
دې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون کړی و او له ډونالد ټرمپ څخهیې وبايلله.
راتلونکي ولسمشريز انتخابات به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کېږي.
کلنټن له نيويارک سيټي ټلوېزیون سره په خبرو کې دا اعلان وکړ.
مرکهيې پرون د دوشنبې په ورځ خپره شوه.
ګڼو ډموکراتانو، والیانو او نورو په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون اعلان کړی دی.