د کانګرس د استازو په جرګه کې د ډموکراتانو غوښتنې سپینه ماڼۍ په غصه کړې

د امریکا د کانګرس ماڼۍ

سپینې ماڼۍ د کانګرس په استازو جرګه کې د ډموکراتانو هغه اقدام وغانده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته نږدې له لسګونه افرادو او کمپنیو یې غوښتي چې له روسیې سره د هغه د احتمالي اړیکو په اړه دوسیې ورسره شریکې کړي.

سپینه ماڼۍ په استازو جرګه کې د ډموکراتانو پر دغه اقدام ځکه په غصه شوې چې د څېړنې اصلي محور يې پر ولسمشر ډونالد ټرمپ او له روسیې سره د هغه پر احمتالي اړیکو څرخي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پرون په یوه انتقادي بیان کې د ډموکراتانو دغه اقدام له صلاحیتونو ناوړه استفاده او شرموونکی وباله.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سندرز

له روسیې سره د سپینې ماڼۍ د اړیکو د ادعاوو په اړه د پراخې څېړنې په ترڅ کې د کانګرس د استازو جرګې د قضایي چارو کمېټې ۸۱ افرادو او کمپنیو ته په استولو لیکونو کې په دې اړه د اسنادو د شریکولو غوښتنه کړې ده.

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې سارا سندرز دغه هڅې د کب له نیولو سره تشبه کړې او د دې کمېټې د مشر له‌خوا څېړنه‌یې له صلاحیتونو ناوړه استفاده او د مأیوسۍ وړ او د هغو ادعاوو په اړه ستړې کېدونکې هڅې بللي چې د دې په وینا، د ځانګړي مفتش رابرټ مولر او د کانګرس د دواړو جرګو د کمېټو له‌خوا پر مخ وړل شوي دي.

سندرز دغه‌راز ویلي چې د قضایي کمېټې مشر ندلر او د هغه ملګري ډموکراتان دغه بې‌نتیجې څېړنه ځکه کوي چې له روسیې سره د اړیکو په اړه د تېرو دوو کلونو درواغ‌یې زوال ته نږدې دي.

د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان په‌کې اکثریت دي، د قضایي کمېټې مشر جرالد ندلر چې په دې اړه د څېړنې مشري کوي، ویلي چې دا د کانګرس مسؤلیت دی چې دا مسئله وڅېړي چې ایا سپینې ماڼۍ له قدرته ناوړه استفاده کړې که نه.

په هغو ۸۱ افرادو او کمپنیو کې چې دغې کمېټې لیکونه وراستولي، روسی ميلیاردر ویکټور ویکسیلبرګ، ګرجستاني‌الاصله امریکایي سوداګر ایراکلي کاویلادژې او په سنټ پټرزبورګ کې دېره یویګني پریګوژین کمپنۍ چې ویل کېږي له کرملېن سره نږدې اړیکې لري، هم شامل دي.

دغې کمېټې ویلي چې لومړی یې له دغو افرادو او کمپنیو غوښتي چې په خپله خوښه په دې اړه اسناد او شواهد ورسره شریک کړي، خو که دوی دا کارونه کړي، له قانوني لارې به دا کار وکړي.

کله چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې ایا دې حاضر دی چې له دغې څېړنې سره همکاري وکړي، وویل چې له هر لوري سره‌یې تل همکاري کړې او کوي یې.

دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ډموکراتانو چې له تېرې نومبر میاشتې یې د استازو جرګې کنټرول په لاس کې اخیستی، د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ۲۰۱۶ کال انتخاباتي کمپاین اړوند سیاسي او حقوقي مسایلو په اړه د یو لړ څېړنو بهیر لا ګړندی کړی دی.

د استازو جرګې په څېر ځانګړی مفتش رابرټ مولر هم په دې اړه چې ایا ټرمپ د ده له لوري د روانې څېړنې د بې‌لارې کېدو لپاره هڅه کړې که نه، څېړنه کوي.

ټرمپ له مسکو سره د خپل انتخاباتي ټیم د اړیکو په اړه تورونه رد کړي او کرملېن هم د امریکا په انتخاباتو کې مداخله رد کړې ده.