د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ګڼ شمېر ښځو ته د کرنیزو چارو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د کرنې ریاست له لوري د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې ۱۲۰ ښځو ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس وسایل سپارل شوي دي.
دغو کروندګرو ښځو ته د وسایلو د وېشلو هدف کرنیزو محصولاتو ته د ښځو لاسرسی، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او د کاري زمینو برابرول ښودل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې په سلګونه ښځې د زعفرانو، پستو او ځینو نورو کرنیزو محصولاتو په چارو بوختې دي چې له همدې درکه د خپلې کورنۍ اقتصاد هم پر مخ وړي.