بهرنیو هېوادونو ته د کېندل شویو کانونو د صادراتو د پراختیا هڅې!

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، له دغه هېواد نه یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو ته د کېندل شویو کانونو د صادراتو د پراختیا لپاره هڅې پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته دا هم وویل چې له دې وروسته به کېندل شوې صنایع په هېواد دننه پروسس کېږي او د افغانستان په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د ښاغلي مطفي په خبره، د ټولو کېندل شویو کانونو په تېره بیا د تالکو د کان په برخه کې د حکومت هڅه دا ده چې ټول پړاونه‌یې په هېواد کې دننه ترسره او نورو هېوادونو ته صادر شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د افغان کېندل شويو کانونو توکي د نورو هېوادونو په نوم په ناقانونه ډول صادرېدل.