امریکايي سناتوران په سپینې ماڼۍ انتقاد کوي چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه معلومات نهخپروي.
سناتورانو پرون د بندو دروازو تر شا پهدې اړه معلومات اورېدل.
جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو تر جلسې وروسته خبریالانو ته وویل چې هېڅ کومه نوې خبرهیې وانهورېده.
هغه وویل، سناتوران به پرېکړه کوي چې د سعودي په حکومت په خپله بندیزونه ولګوي که څنګه؟
خاشقجي د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه د سعودي د اجنټانو لهخوا ووژل شو.
خاشقجي د واشنګټن پوسټ لپاره کالمونه لیکل او په امریکا کې یې هم ژوند کاوه.
د سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي، خو نړیوالې ټولنې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قضیه کې ښکېل بللی.
د امریکا د کانګرس غړو سپينې ماڼۍ ته سپارښتنه کړې وه چې د خاشقجي د وژنې د قضیې په رابطه پلټنه وکړي، خو سپينې ماڼۍ تېره میاشت پهدې اړه کانګرس ته له راپور ورکولو ډډه وکړه.