د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د کرکټ د ۵۰ اوره لوبې درېیمه سیالۍ سره کوي.
دغه لوبه نن غرمه مهال د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله دغې لوبې ته بشپړ چمتووالی لري.
ښاغلي فضلي زیاته کړه:
"زه ډاډه یم چې زموږ لوبغاړي به پهدې ۵۰ اوره سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري. تر دې وروسته زموږ ټېسټ مېچ «ازمایښتي لوبه» هم د هند په دهرادون کې د راروانې میاشتې په ۱۵مه پیلېږي، د هغې لپاره هم پوره امادهګي نیول شوې ده."
افغانستان په هند کې د دې ۵۰ اوره لوبو په ترڅ کې د ایرلنډ له لوبډلې سره پنځه لوبې لري چې تر اوسهیې دوه لوبې کړي، یوهیې افغان لوبډلې ګټلې او بلهیې د ورښت له کبله بېنتیجې پای ته ورسېده.