د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره تر وروستیو شخړو وروستهیې د ایران لپاره د دغه هېواد سفیر بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی دی.
تر دې دمخه تهران د هالنډ د سفارت دوه تنه ډیپلوماتان له ایرانه وایستل.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې تېره میاشتیې په هاګ کې د ایران سفیر ته ویلي و چې د ډیپلوماتانو ایستل ورته د منلو نهدي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.
د هالنډ حکومت تېر کال دوه ایراني وګړي پهدې تور له خپلې خاورې ایستلي و چې ګواکې ایران په هالنډ کې د دوو ایرانيالاصله هالنډیانو په وژنه کې لاس لري، خو ایران دا تور رد کړ.