د امریکا د استازو جرګې یوه کمېټه وایي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا په احتمالي توګه د عدالت د مخنیوي او د واک څخه د ناسمې ګټه اخیستلو په اړه د نوې پلټنې هڅې یې پیل کړې دي.
د دې جرګې د قضایي چارو د کمېټې مشر د دوشنبې په ورځ وویل چې ۸۱ ادارو او انفرادي کسانو څخهیې په همدې تړاو د اسنادو غوښتنه کړې ده.
جرالد ندلر وایي، دا د کانګرس مسؤلیت دی چې د سپینې ماڼۍ لهخوا د واک څخه د ناوړه کار اخیستلو په اړه معلومات برابر کړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، دوی د دې کمېټې څخه چې مشري یې ډموکراتان کوي، لیک ترلاسه کړی دی.
سارا سندرز په یوه خبري غونډه کې پرون ویلي چې دا لیک به د سپینې ماڼۍ د چارواکو لهخوا وارزول شي او په یوه مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.