د ایران په لوېدیځ کې د یوې هلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د ایران د دولتي رسنۍ د خبر له مخې، دغه هلیکوپټر د بختیاري ولایت په چهار محل سیمه کې د ژغورنې د عملیاتو په جریان کې د برښنا له یوې پایې سره ولګېده او راولوېده.
هلیکوپټر غوښتل چې یوه امیندواره ښځه چې روغتیایي خدمتونو تهیې عاجله اړتیا درلوده، انتقال کړي.
په ایران کې په وروستیو لسیزو کې ډېرې هلیکوپټرې او الوتکې راغورځېدلې دي.
تهران وایي، د امریکا د بندیزونو له امله دغه هېواد نهشي کولای چې خپل هوایي خدمات عصري او د خپلو الوتکو لپاره له لوېدیځو هېوادونو پرزې وپېري.