ځایي مسؤلین وایي، په کونړ کې بارانونو او واورو یو تن وژلی او ۲۷۵ کورونهيې ویجاړ کړي دي.
په کونړ کې د بېړنیو پېښو پر مهال د مرستو تنظیموونکې ادراې مشر غلام علي ثبات د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یاد ولایت کې د زیانمن شویو کورنیو د شمېر په اړه وویل:
"د تېرې اوونۍ سېلابونو او واورو د زیات ورښت له امله بدبختانه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې تر اوسه موږ ۲۵۷ کورنۍ سروې کړي، یو تن شهید شوی، ۱۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او پاتې يې قسماً ویجاړ شوي دي."
هغه وايي، زیانمن شویو کورنیو تهيې مرستې چمتو کړي او ننيې ورته وېش پیل کړ.
له زیانمنو کورنیو سره په دغو مرستو کې د سرې میاشتې لهخوا ۷ تختې کمپلې، یو ترپال، یو د پخلنځي د توکو سیټ او یو بیګ او د یونېسف لهخوا د ماشومانو لپاره ګرمې جامې شامل دي.
په تېره اوونۍ کې زیاتو بارانونو، واورو او سېلابونو د هېواد په یو شمېر سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي چې د چارواکو په وینا، پهکې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په ځينو ځایونو کې په سېلابونو کې د راګیرو شویو خلکو مرستې ته افغان ځواکونه رسېدلي او د خلکو ژوند يې ژغورلی دی.