د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کندهار ولایت په صنعتي پارکونو کې د پُل، پلچک او سړک د نشتوالي له امله د صنعت کارانو چارې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د کندهار په شور اندام ولسوالۍ کې د زیاتو بارانونو له امله صنعتي پارکونو ته اوبه ننوتي چې ډېر شمېر فابریکې یې تخریب کړې دي.
ښاغلی حاجي اغا له مرکزي حکومته غوښته کوي چې پهدغه ولایت کې زیاتې فابریکې فعاله دي او دوی ته دې د چارو په ښه ډول ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې د کندهار پهدغه صنعتي پارک کې شااوخوا ۲۲۰ فابریکې فعالیت لري.