د داعش جنګیالي د سوریې په باغوز سیمه کې کلابند شوي

یو تن داعش جنګیالی د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو له لوري نیول شوی.

راپورونه وايي چې د سوریې په ختیځ کې د عراق سرحد ته نږدې په باغوز ښارګوټي کې اسلامي دولت نومې ډله یا داعش د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو د حملو په وړاندې سخت مقاومت کوي.

باغوز چې د فرات سیند پر غاړه پروت دی په سوریه کې د داعش وروستی پوځي سنګر ګڼل کېږي.

د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي پرون وویل، د داعش پر ضد دا عملیات به پرېکړوني وي.

د دې پوځي عملیاتو هدف دا دی چې داعش ډله نور نو په سوریه کې قلمرو ونه‌لري.

د راپورونو له مخې د داعش جنګیالي په سیمه کې کلابند شوي دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې تېره شپه باغوز ته د نږدې غونډۍ له سره د داعش د مرکز پر لور د هاوانونو ډزې کېدې او د دې ډزو او هوايي حملو له کبله له ښاره لوخړې پورته کېدلې.

چارواکو ویلي دي چې داعش ډلې په سیمه کې زرګونه ماینونه خښ کړي دي.

د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونو په‌دې سیمه کې پوځي عملیات د جمعې په ورځ له یوې ۱۵ ورځنۍ وقفې وروسته پیل کړل.

دا وقفه د دې لپاره اعلان شوه چې ملکي وګړي له سیمې ووځي.